روسیه له ځینو اروپایي هېوادونو سره الوتنې دروي

روغتیايي کارکوونکي یوې روسۍ الوتکه کې د دوا پاشلو پر مهال.

روسیه د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره له څو اروپایي هېوادونو سره الوتنې دروي.

د روسیې دولتي هوایي شرکت ايروفلوت پرون اعلان وکړ چې سر له سبا جمعې د څلورو اروپایي هېوادونو ۱۸ سیمو ته پروازونه لغوه کوي.

دا څلور هېوادونه جرمني، ایټالیا، فرانسه او اسپانيا دي.

په اروپا په ځانګړې توګه ايټاليا کې زرګونه کسان په کرونا اخته شوي، حال دا چې روسیه کې تر اوسه ۲۰ کسان دې ناروغۍ نیولي دي.