اشرف غني: باید ډاډ ولرو چې سوله د بل جنګ پیلامه نه‌ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او نور چارواکي د خېبر پښتونخوا له یو شمېر مشرانو سره د لیدو پر مهال.

ولسمشر غني د خېبر پښتونخوا او بلوچستان یو شمېر مشرانو سره په کتنه کې ټينګار کړی چې د افغانستان امن د ټولې سیمې او په ځانګړي ډول د خېبر پښتونخوا او بلوچستان لپاره چې جنګ او ترورېزم سخت ځپلي، ځانګړی ارزښت لري.

د ارګ په یو بیان کې د جمهور رئیس له قوله راغلي، موږ باید په ګډه د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره هلې ځلې وکړو.

د ښاغلي غني په وینا با ثباته او په پښو ولاړ افغانستان د ټولو په ګټه دی.

محمد اشرف غني وویل، موږ باید ډاډ ولرو چې سوله د بل جنګ پیلامه نه‌ده او ټينګار یې وکړ چې موږ د سولې نیت، اراده، طرحه او ظرفیت لرو.