په صنعتي پارکونو کې ښځینه افغان سوداګرو د ځمکې اسانتیاووې برابرېږي

ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، په صنعتي پارکونو کې له ۱۵ تر ۲۵ سلنې پورې ځمکه ښځینه سوداګرو ته ځانګړې کېږي.

د دغه وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډيو ته وویل: "دغه وزارت د سوداګرو ښځو له کار او سوداګریزو، صنعتي فعالیتونو څخه څخه د ملاتړ په هدف صنعتي پارکونه او یو شمېر نورې برخې په پام کې نېولي دي."

نوموړي وویل، اوس ښځینه سوداګرې کولای شي چې په صنعتي پارکونو کې یو جریب ځمکه د ۱۰۰ زرو افغانیو په بدل کې ترلاسه کړي.

د افغانستان د ښځو د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي له دې اقدام څخه هرکلی کوي او وايي، دا اقدام کولای شي د ښځینه سوداګرو یوه برخه ستونزې هوارې کړي.

د ښځو د سوداګرې خونې په وینا تر اوسه پورې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۱۵۰۰ ښځې د سوداګرۍ چارو جوازونه اخیستي دي.