د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان حکومت لهخوا د طالب زندانیانو د ازادۍ په اړه د فرمان له ورکړې وروسته، دواړه لوري باید سملاسي د قطر په دوحه کې مخامخ خبرې پیل کړي.
د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا د طالب بندیانو د ازادۍ په اړه د فرمان له صادرولو وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا کار د سولې په برخه کې لوی ګام بللی دی.
ښاغلي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي:" دا بندیان به د طالبانو لهخوا د ورکړل شوي نوملړ پر بنسټ، د شنبې له ورځې خوشې شي. "
خلیلزاد زیاتوي،"دی له دواړو لوریو هیله کوي چې سملاسي په دوحه کې خبرو ته کېني. "
خو ښاغلي خلیلزاد له طالبانو غوښتي چې په خپلو ژمنو ټینګ پاتې شي او د تاوتریخوالي کچه راټیټه کړي، څو د بندیانو د ازادۍ بهیر په سمه توګه پلی شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د طالب بندیانو د بښنې او له بنده د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.
ارګ وايي، د دې کار موخه د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د خبرو پیل دی.
د ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینهپال په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "د ولسمشر د فرمان پر بنسټ به په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ طالب بندیان د هغوی د عمر، روغتیايي وضعیت او د بند مودې ته په کتو خوشې کېږي. دوی ټول بایومټریک کېږي او همدا ډول به لیکلی ضمانت ورکوي."
د ولسمشر محمد اشرف غني فرمان چې تېره شپه ناوخته لاسلیک شوی څلور مادې لري.
په لومړۍ ماده کې لیکل شوي، د دې فرمان تر مخه چې کوم طالب بندیان له بنده خوشې کېږي، لیکلې ژمنه به کوي چې بېرته به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي او همدا ډول د فرمان تر مخه، د بایومټریکي معلوماتو له ثبت وروسته به د طالب بندیانو د خوشې کولو لړۍ پیلېږي.
د فرمان په دویمه ماده کې لیکل شوي، په لومړي ګام کې به د پروان له زندان ۱۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي چې لړۍ یې د کب په ۲۴ مه یعنې راتلونکې شنبه پیلېږي او هره ورځ به ۱۰۰ تنه بندیان د عمر، روغتیایي وضعیت او د بند پاتې مودې ته په پام خوشې کيږي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان په درېیمه ماده کې لیکل شوي، نور ۳۵۰۰ تنه طالب بندیان به د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو له پیلېدو وروسته او د مذاکراتو په ترڅ کې خوشې کېږي او په هرو دوو اوونیو کې به ۵۰۰ تنه طالب بندیان خوشې شي، په دې شرط چې تاوتریخوالی د پام وړ کم شي.
د فرمان په څلورمه ماده کې لیکل شوي، د ملي امنیت شورا د دې فرمان عملي کولو مسوولیت لري او نورې اړوند ادارې به همکاري کوي.
خو طالبانو بیا ویلي، دوی امریکايي پلاوي ته د ۵ زره کسانو نوملړ سپارلی چې هیڅوک په کې جعل نه شي کولای.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، د بندیانو د سپارلو په اړه یو شرط دا دی چې په یوه دښته یا هم زندان کې به یې وروسته له هغه دوی ته تسلیموي چې د دوی پلاوی یې تصدیق کړي او هماغه زندانیان وي چې دوی یې نوملړ سپارلی دی.
موږ امریکایي پلاوي ته دپنځه زره کسانو مفصل لیست ورکړی دی چې هیڅوک جعل کاري پکښې نشي کولای . یو شرط مو دادی دا کسان که په یوه دښت کي موږ ته را تسلیموي یا په زندانونو کې، زموږ د هیئت تر تصدیق وروسته به د منلو وړ وي. بل داچې هغه کسان به وي چې موږ په لیست کې لیکلي دي
— Suhail Shaheen (@suhailshaheen1) March 10, 2020
خو طالبانو تر اوسه د افغان حکومت د زرو بندیانو د خوشې کېدو په اړه هېڅ جزئیات نه دي ورکړي چې په دغو بندیانو کې کوم کسان شامل دي.
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون بیا د زندانیانو د تبادلې په اړه اندېښنه ښيي.
د دې کمېسیون مرستیال نعیم نظري وویل: "موږ پر دې باور یوو، هغه بندیان چې جنګي او بشري جنایتونه یې کړي او همدا ډول هغه بندیان چې د خلکو لهخوا پرې ادعاوې شته، په هېڅ صورت باید د ازادېدونکو په نوملړ کې ځای و نه لري، قربانیان او یا هم د افغانستان خلک باید د هغوی په اړه پرېکړه وکړي. "
د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه افغان حکومت او طالبانو د بندیانو د تبادلې په اړه د دوی پوښتنو او اندېښنو ته ځواب نه دی ورکړی.