خلیلزاد: د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې شوې

خلیلزاد

زلمي خلیل‌زاد ویلي د افغان ولسمشر اشرف غني د فرمان له مخې چې بېګاه یې صادر کړی تر ۵ زره طالب بندیان به د طالبانو د نوملړ په اساس د شنبې له ورځې له بنده خوشې شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازي ښاغلي خلیل‌زاد دا مسایل د ټوېټر له لارې بیان کړي.

د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني دوشنبه د لوړې پر مهال وویل چې د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکوي.

هغه د سه شنبې په شپه دا فرمان ورکړی چې پکې ویل شوي لومړی به د کب له ٢٤ مې د پروان له زندان او توقيفځايونو د ١٥٠٠ بنديانو د خوشې کېدو پروسه پيلېږي.

طالبانو د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون شرط اېښی.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټوېټر باندې هم پر افغان حکومت او هم پر طالبانو غږ کړی چې سملاسي په دوحه کې خبرو ته کېني.

هغه په خپلو ټوېټونو کې دا اندېښنه هم څرګنده کړه چې له دې ټولو پرمختګونو سره سره د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي کچه لوړه پاتې شوې ده.