د م م امنیت شورا د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شوې هوکړه تائید کړه

آرشیف، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ناسته

ملګرو ملتونو امنیت شورا بیګا په یوه پرېکړه لیک کې د افغانستان د جګړې د ختم په هدف له وروستیو پرمختګونو هرکلی کړی دی.

د امنیت شورا ۱۵ غړیو د رایو په اکثریت دغه پرېکړه لیک چې له طالبانو سره د امریکا د تړون او له افغان حکومت سره د امریکا او ناټو د ګډې اعلامیې د ملاتړ لپاره جوړ شوی تأیید کړ.

په ملګرو ملتونو سازمان کې د امریکا د دایمي استازي سرپرست مرستیالې چېریټ نورمان شالي غونډې ته په وینا کې وویل چې دا پرېکړه لیک له طالبانو سره د څه باندې یوه کال مذاکرو نتیجه ده چې په اړه یې له افغان حکومت، سیمې او نړۍ سره هم همغږي شوې ده.

امریکا او طالبانو د فبروري په ۲۹ د قطر په پلازمینه دوحه کې تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون په اساس امریکايي پوځیان له افغانستانه وځي، طالبان له ترهګرو سره اړیکې پرېکوي او بین الافغاني خبرو ته کېني.

زلمي خلیل‌زاد هم په خپل ټوېټر لیکلي دا پرېکړه لیک ښيي چې : "دا پریکړه لیک دا هم ښیي چې نړیواله ټولنه له افغانستان څخه د نړۍ د امنیت لپاره زموږ د تګلارې ملاتړ کوي، او د افغانانو لپاره د سولې، یووالي او خپلواکي."