د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله چې ځان ولسمشر اعلان کړی، د تېرې ورځې د لوړې له مراسمو وروسته، د نړۍ ځینو هېوادونو غبرګونونه ښودلي دي.
په افغانستان کې د لوړې د دوه مراسمو له ترسره کېدو وروسته اندېښنې، نوي حکومت ته د مبارکیو په پیغامونو کې هم احساسېږي.
د مبارکۍ دغو پیغامونو کې د یو جامع حکومت پر جوړولو او د سولې د مذاکراتو لپاره پر هڅو ټینګار کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د سولې په تړاو، د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د څرګندونو هرکلی شوی دی.
دغه وزارت دا هم ویلي چې امریکا د موازي دولت د جوړولو او په زوره د سیاسي اختلافونو د حل لپاره د هر ډول اقدام مخالف دی.
په دغه اعلامیه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپیو له خولې لیکل شوي: "موږ د ولسمشر غني هغه څرګندونې چې د لوړې په مراسمو کې یې وکړې چې سوله مو په لومړیتوبونو کې ده او د طالب زندانیانو د خوشې کېدو حکم مې صادر کړی هرکلی کوو. موږ د مارچ په ۹مه د ډاکتر عبدالله ورته څرګندونې چې د سولې په اړهیې مطرح کړي، هرکلی کوو."
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي په خپله ټویټپرپاڼه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ، سوله، یووالی او پخلاینه یوه جدي اړتیا بللې ده.
Calm, dialogue and compromise by all political leaders needed. @NATOscr urges all parties to prioritise the peace process and national unity. #NATO does not support actions by any party that increase tensions or the risk of violence.
— Sir Nick Kay (@NicholasK111) February 24, 2020
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما د یو جامع حکومت د جوړولو لپاره د محمد اشرف غني ژمنې ستایلي او ویلي یې دي چې په دغه هېواد کې د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره باید پرته له ځنډه تیاری ونیول شي.
UN congratulates President @AshrafGhani on the occasion of his inauguration today and welcomes his commitment to national cohesion, to the formation of an inclusive government acceptable to all, and to fostering peace and economic growth. Full statement: https://t.co/YJ0jOJafEN. pic.twitter.com/fJCEbIhCMo
— UNAMA News (@UNAMAnews) March 9, 2020
یو شمېر نورو هېوادونو د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره د افغانستان د سیاسي مشرانو یووالی غوښتی دی.
د بریتانیا سفارت له افغانستان سره د اوږدمهاله مرستو ژمنه کړې او د کاناډا سفیر د افغانستان له سیاسي مشرانو غوښتي چې د هېواد ملي ګټې په پام کې ونیسي.
په کابل کې د فرانسې سفارت بیا پر خپل ټویټر لیکلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د لوړې په مراسمو کې يې برخه درلوده او د سولې او یووالي په برخه کې د افغان حکومت او افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
France was present at President Ghani%27s swearing-in ceremony on March 9. We are standing by the Islamic Republic of #Afghanistan and its people for peace and unity.#FranceInAfghanistan pic.twitter.com/hUo0s01CHq
— FrenchEmbassyKabul (@AmbassadeKaboul) March 10, 2020
بلخوا د پاکستان صدراعظم عمران پر خپل ټویټر ولسمشر محمد اشرف غني ته د مبارکۍ ترڅنګ لیکلي چې په دې هېواد کې به د سولې او ثبات لپاره له ښاغلي غني سره له نږدې کار وکړي.
I want to congratulate Afghanistan%27s President Ashraf Ghani & look forward to working with him. Pakistan will do everything it possibly can to bring peace and stability in our region.
— Imran Khan (@ImranKhanPTI) March 9, 2020
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم پر ټویټرپاڼه، همدغې موضوع ته اشاره کړې ده: "ما تېره اوونۍ ډېرې هڅې وکړې چې ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله پر یو جامع حکومت هوکړه وکړي. زه به خپلو هڅو ته دوام ورکړم."
من بیشتر هفتهٔ گذشته را صرف مساعی نمودم تا رئیس جمهور @AshrafGhani و داکتر @DrabdullahCE در مورد یک حکومت جامع و فراگیر توافق کنند. ما به کمک خویش ادامه خواهیم داد.
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) March 10, 2020
د سیاسي چارو پوه او د حقوقو استاد نصرالله ستانکزی وايي، که څه هم دغه پیغامونه د افغانستان د نوي حکومت د رسمیت پېژندلو ښکارندويي کوي، خو دواړو لورو ته خبرداری هم دی چې که د سولې خبرې شاته لاړې شي، بایلونکې به وي.
ښاغلی ستانکزی زیاتوي: "دا چې دواړه لوري د سولې لپاره یووالي ته بولي، په دې معنی ده چې اوس هم فرصت شته او نړۍ هم هڅه کوي چې عبدالله عبدالله په یوه ډول حکومت کې شامل کړي. د نړۍ ذهنیت دا دی چې ټول د سولې په لور لاړ شي او دا یو خبرداری هم دی که هر څوک له دغه بهیره وروسته پاتې شي، بایلونکی او د سولې مانع به شي."
د سولې بینالافغاني مذاکرات چې اوسمهال نړیوالې ټولنې ته یوه مهمه مسئله ده، د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې پر بنسټ باید د مارچ په ۱۰مه پیل شوي وی، خو ویل کېږي چې دغه مذاکرات تر نامعلومې مودې ځنډېدلي دي.
اشرف غني ویلي چې د مارچ په ۱۰مه به د طالب زندانیانو د خوشې کېدو حکم وکړي او مذاکره کوونکی پلاوی به هم وټاکي.
عبدالله عبدالله هم تېره ورځ ویلي چې د بینالافغاني خبرو لپاره به یو پلاوی وټاکي، خو تر اوسه دغه پلاوی نهدی ټاکل شوی.