د تېلو د بیې کمښت د ونډو بازارونو ته سخت زیان ورساوه

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د نړۍ په کچه د تېلو د بیې کمښت نن د ونډو بازارونو ته سخت زیان ورساوه.

سعودي عربستان او روسیې تېره ورځ اعلان وکړ چې د تېلو تولید زیاتوي، دا دواړه هېوادونه د تېلو له لویو تولیدوونکو له ډلې دي.

له دې سره د تېلو بیه کې ۳۰ فیصده کموالی راغلی او روسي روبل هم د ډالر په وړاندې ډېر ټیټ شوی دی.

له دې وړاندې سعودي او روسیې له اوپېک سره د شوې هوکړې له مخې، د تېلو ورځنی تولید کم کړی و.

پرون په نړۍ کې د ونډو په ځینو بازارونو کې د تېلو د تولید زیاتېدو پرېکړه د تورې دوشنبې په نوم یاده شوه، ځکه له دې سره د ونډو بازارونو ته میلیاردونه ډالره زیان واوښت.