واشنګټن: امنیت شورا دې د امریکا-طالبانو د شوي تړون تأیید لپاره رایې ورکړي

مراسم عقد توافق‌نامه آوردن صلح میان امریکا و گروه طالبان در قطر. 29 فبروری 2020

امریکا د ملګرو ملتونو د امنیت له شورا غوښتي چې نن سې شنبه دې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د شوي تړون د تأیید لپاره رایې ورکړي.

د فرانسې خبري اژانس په یو راپور کې د ډیپلوماتانو په حواله ویلي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا کې د رأی ورکولو غوښتنه له هغو سختو خبرو اترو وروسته کېږي چې دوه اوونۍ مخکې پیل شوې.

ګومان کېږي چې که چېرې ملګري ملتونه د امریکا او طالبانو ترمنځ شوی تړون تأیید کړي، دا به د ملګرو ملتونو د بندیزو له لېست څخه د طالبانو وتل اسانه کړي.

ارشیف، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه

دا خبري اژانس د دې سرچینو په حواله وايي، چین غوښتنه کړې چې د پرېکړه‌لیک مسوده کې دې چې لا دمخه پرې درې ځلې بیا کتنه شوې "د سیمه‌ییزې همکارۍ" یادونه وشي.

د فرانسې خبري اژانس په وینا د پرېکړه‌لیک هغه مسوده چې دوی لیدلې په‌کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا "د افغانستان پر اسلامي جمهوریت ټینګار کړی چې په بین‌الافغاني خبرو کې د ګډون په شمول دې د سولې پروسه مخکې یوسي."

د ملګرو ملتونو د پرېکړه‌لیک په مسوده کې له افغان حکومت دا هم غوښتل شوي چې په بین‌الافغاني خبرو کې دې د افغان سیاسي او مدني ټولنې د مشرانو او ښځو په شمول د متنوع او ټول ګډونه مرکچي پلاوي له لارې ګډون وکړي.

ډیپلوماټان وايي، د امنیت له شورا د امریکا د متحده ایالاتو دا غوښتنه چې له طالبانو سره د دې هېواد تړون تأیید کړي، د یو بهرني هېواد او یوې وسله‌والې ډلې ترمنځ د تړون په بڼه یو کم‌ساری حرکت دی.

په دې اړه نور: امریکا: له طالبانو سره د سولې هوکړه لیک کې دوه محرم اجرايي اسناد شته دي

فرانس پرس خبري اژانس د ډیپلوماتانو له قوله دا هم زیاتوي چې دوی هغه څه هم حیران کړي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ شوی تړون دوه محرمې ضمیمې هم لري چې د امنیت شورا غړي یې باید پرته له دې چې پوه شي څه په‌کې دي، تأیید کړي.

یو ډیپلوماټ دې خبري اژانس ته دا "ناباورېدونکي" څه بللي دي.

د راپور په حواله د دې پرېکړه‌لیک د تصویب په اړه د روسیې پر دریځ باور نه‌شي کېدای.

مسکو د جمعې په ورځ وروسته له هغې چې امریکا په سوریه کې د ترکیې او روسیې ترمنځ د اوربند د تأیید په اړه د بیان ورکول رد کړل، داسې ښودلې چې ګوندې روسیه به د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون د تأیید په اړه د پرېکړه‌لیک د متن مخالفت وکړي.

که څه هم د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تېره اوونۍ ویلي وو، دوی له امریکا سره کار کوي څو پر طالبانو د ملګرو ملتونو بندیزونه لیرې کړي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف

د طالبانو او امریکا ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه په دې لاسلیک شوي تړون کې امریکا منلې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له غړو سره به کار کوي څو د مې میاشتې تر ۲۹مې نېټې د طالبانو غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لېست وباسي.

امریکا همدارنګه ژمنه کړې چې د روان کال د اګسټ میاشتې تر ۲۷مې نېټې به پر طالبانو له خپله اړخه لګول شوي بندیزونه هم لیرې کړي.

خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون تأیید د طالبانو لپاره څه ارزښت لري؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزي ازادي راډیو ته وویل، کله چې یو تړون په ملګرو ملتونو کې ثبتیږي هغه په نړیوال قراردادونو کې راځي او نړیوال تضمین پیدا کوي.

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی

د نوموړي په وینا طالبان غواړي په دې توګه دا نړیوال امتیاز او تأیید ترلاسه کړي.

ښاغلي ستانکزي زیاته کړه: "زه فکر کوم هسې چې امریکایانو له طالبانو سره ژمنه کړې چې دوی به د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه وباسي، دا کار به هم وشي. همدارنګه که طالبان خبرو اترو ته دوام ورکړي او په شوي توافق ودرېږي، نور نړۍ لکه اروپايي ټولنه او نور هېوادونه به هم مرسته وکړي چې دوی له دې لېست څخه ووځي."

خو د نصرالله ستانکزي په وینا یوازې په امنیت شورا کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوي تړون تأیید طالبان له تور لېست نه‌شي ایستلی، بلکې د دې لپاره به نورې هڅې او ملاتړ هم په‌کار وي او زیاته‌یې کړه چې ملګرو ملتونو کې د دې چارې لپاره یوه جلا کمېټه ده چې هغه باید له تور لېست څخه د طالبانو د لیرې کولو په اړه پرېکړه وکړي.