امریکا له طالبانو سره لاسلیک کړی هوکړه لیک د تائید لپاره امنیت شورا ته وړاندې کړی

د ملګرو ملتونو امنیت شورا

راپورونه وايي، واشنګټن له طالبانو سره د سولې د هوکړې د تأیید لپاره نن د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر یو پریکړه لیک د رایې اخیستو غوښتنه کړې.

فرانسپرس خبري آژانس د ډیپلوماتانو له قوله راپور ورکوي چې وايي د پرېکړه لیک مسوده به نن امنیت شورا ته د رایې اخیستو لپاره وړاندې شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه د فبروري په ۲۹ نېټه په دوحه کې لاسلیک شوه چې له مخې یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو شمېر د ۱۴ میاشتو په ترڅ کې له ۱۳ زرو څخه ۸۶۰۰ ته راکمېږي.

دا په داسې حال کې ده چې متحدایالاتو له افغانستانه د ځواکونو ایستل پیل کړي دي.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند ساني لیګیټ پرون ناوخته په یو بیان کې وویل چې د افغانستان او امریکا د ګډ بیان او د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې له مخې د افغانستان شرایطو ته په پام سره په ۱۳۵ ورځو کې به امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي.