د ایټالیا شمالي سیمو ته په تګ راتګ بندیز لګېدلی

کرونا ویروس په ایټالیا کې تر اوسه ۴۶۳ کسان وژلي او له ۹ زرو زیات نور پرې اخته شوي دي.

د ایټالیا حکومت د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د هڅو په ترڅ کې د دې هېواد له شمال څخه ټولو برخو ته د خلکو پر تګ راتګ محدودیت اعلان کړی دی.

د اسوشیتید پریس خبري آژانس د راپور له مخې د ایټالیا صدراعظم جیوسیپې کونټې دا حکم پرون د مارچ د نهمې په شپه لاسلیک کړ.

په حکم کې له خلکو غوښتل شوي دي چې یوازې د کار، روغتیايي اړتیاوو او څو محدودو دلایلو په صورت کې له خپلو کورونو ووځي.

صدراعظم له خلکو وغوښتل چې په کورونو کې پاتې شي او په لویو غونډو او د فوټبال لیګ په سیالیو کې کې له ګډون څخه ډډه وکړي.

کرونا ویروس په ایټالیا کې تر اوسه ۴۶۳ کسان وژلي او له ۹ زرو زیات نور پرې اخته شوي دي.