نړیواله اټومي اداره: ایران دې په ۳ اټومي سیمو کې څېړنو ته اجازه ورکړي

د نړیوالې اتومي ادارې رئیس رافاییل ګروسي

د ملګرو ملتونو د اتومي څار ادارې له ایران غوښتي چې په درې ممکنه اټومي سیمو کې د دې سازمان څېړنو ته اجازه ورکړي.

د نړیوالې اټومي ادارې رئیس رافاییل ګروسي، پرون په ویانا کې د دې ادارې د مشرتابه پلاوي ته وویل، ایران باید سمدستي په بشپړه توګه له دې ادارې سره همکاري وکړي.

نوموړې وویل، د ایران په همکارۍ کې باید د دې ادارې پلټونکو ته هغو سیمو د ورتلو او په کې د څېړنې بشپړه اجازه ورکړل شي چې د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې په نښه کړي دي.

ګروسي د فبروۍ په میاشت کې ویلي وو، تهران د درې هغو سیمو په اړه د سوالونو له ځوابولو ډه‌ډه کوي چې ګومان کېږي، په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د ایران او نړیوالو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ تر تړون مخکې په کې اتومي مواد ځای په ځای شوي یا زیرمه شوي دي.

رافاییل ګروسي وویل، د ایران له همکارۍ پرته به د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته ستونزمنه وي چې ووايي، ایا ایران د خپل اتومي پروګرام په اړه رېښتنی دی او که نه.

ګروسي چې پرون یې په ویانا کې خبریالانو سره خبرې کولې وویل، دا موضوع ډېره جدي ده.

په وینا کې تېره اوونۍ ایراني ډیپلوماټانو وویل، دا چې نړیوالو څارونکو ته د دې سیمو د لېدنې اجازه نه ده ورکړل شوې سبب یې دا دی چې د دوی څېړنې د هغو تقلبي معلوماتو پر بنسټ دي چې اسرائیل ادعا کوي د ایران څخه یې ترلاسه کړي دي.