پاکستان ولسمشر غني ته د لوړې ترسره کولو مبارکي ورکړه

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان پر خپل ټویټر ولسمشر غني ته د لوړې مبارکي ویلې او له نوموړې سره یې د ګډ کار کولو لپاره هیله مندي ښودلې ده.

عمران خان یو ځل بیا ټینګار کړی چې پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره ټولې ممکنې هڅې کوي.

پرون په کابل کې ولسمشر محمد اشرف غني د دویمې دورې لپاره د ولسمشر په توګه د لوړې مراسم پر ځای کړل.

د نوموړې سیال عبدالله عبدالله چې د ټاکنو وروستي نتایج یې نه دي منلی په جلا او موازي توګه د ولسمشرۍ لوړه وکړه.