امریکا په افغانستان کې د موازي حکومت له جوړېدا سره مخالفت څرګند کړ

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو وايي، په افغانستان کې د موازي حکومت د جوړولو له هر اقدام او د سیاسي اختلاف د هواري لپاره د زور له کارولو سره سخت مخالف دی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په کابل کې ولسمشر محمد اشرف غني چې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له خوا د ولسمشرۍ د تېرو انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی د لوړې مراسم پرځای کړل.

خو له نوموړې سره په یو وخت د هغه سیال عبدالله عبدالله چې د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پایلې یې نه دي منلي په موازې توګه د ولسمشر په توګه لوړه وکړه او ځان یې د افغانستان د ټولشموله حکومت ولسمشر اعلان کړ.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي عبدالله نوم نه دی اخیستی خو ټینګار یې کړی چې: "یو ټول ګډونه حکومت او یو موټي افغانستان ته لومړیتوب ورکول د افغانستان د راتلونکې په ځانګړې توګه په دې هېواد کې د سولې لپاره مهم دي."