فراه او نیمروز کې ښوونځي او ښوونیز مرکزونه وتړل شول

ارشیف

د افغانستان د پوهنې وزارت په فراه او نیمروز ولایتونو کې ټول دولتي او خصوصي ښوونځي او مرکزونه د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف په موقته توګه وتړل.

د یاد وزارت ویاندې نوریه نُزهت یکشنبه ماښام ازادي راډیو ته د پوهنې وزارت د دې تازه پرېکړې په اړه وویل: "موږ تصمیم نیولی دی چې په نیمروز او فراه ولایتونو کې زموږ د ښوونځیو او زموږ د ټولو روزنیزو مرکزونو دروازې وتړو څو موږ وکولای شو چې د کرونا وایروس د مخنوي په برخه کې یو څه اقدامات ترسره کړو."

مېرمن نزهت وویل چې د فراه او نیمروز په اړه دا پرېکړه به د حمل/وري تر درېیمې عملي کېږي او هغه وخت به بیا نوې پرېکړه وشي.

په هرات کې چې لا یې دولتي ښوونځي نه‌دي پیل شوي تر دې مخکې د کرونا وایروس په خاطر خصوصي ښوونیز مرکزونه تړل شوي.

د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز شنبه په هرات کې په کرونا وایروس د درېیو نورو کسانو د اخته کېدو اعلان وکړ.

له دې سره په افغانستان کې ټول‌ټال څلور کسان تر اوسه په کرونا وایروس اخته شوي او د افغانستان لوېدیځ هرات، فراه او نیمروز ولایتونه چې له ایران سره ګډې پولې لري له دې پلوه زیانمنونکي سیمې یادې شوي.