افغان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ څخه د شل اوریزو لوبو جام وګاټه

افغان لوبډلې د ۱۸۵ منډو هدف ټاکلی و چې د ایرلنډ لوبډلې په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په هند کې د ایرلنډ له لوبډلې د شل اوریزو لوبو جام وګاټه.

د دغه جام لومړۍ لوبه دوه ورځې وړاندې او دویمه هغه یې نن افغان لوبډلې وګټله.

نننۍ لوبه کې ټاس افغان لوبډلې وګاټه او سیالې لوبډلې ته یې د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه، د ایرلنډ لوبډلې په شلو اورونو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۳ منډې وکړې.

ټاکل شوې د دغه جام وروستۍ لوبه د سه شنبه په ورځ د مارچ په لسمې نیټې ترسره شي.