ننګرهار کې د معارف ښځينه زده کوونکو د ښځو نړیواله ورځ ونمانځله

ارشیف

په ننګرهار کې د معارف ښځينه زده کوونکو د ښځو نړیواله ورځ (د مارچ اتمه) ونمانځله.

د ننګرهار د معارف ځينو ښځينه زده کونکو نن یکشنبه د مارچ په اتمه د دغه ولایت په مرکز جلال اباد کې د ښځو د نړیوالې ورځې نمانځنه وکړه.

دغو سلګونو ښځينه زده کونکو ځینو یې له ازادي راډيو سره په خپلو خبرو کې وویل، د دغې ورځې د نمانځنې په پلمه یې غوښتل د افغان ښځو حقونو، قربانیو او پرمختګونو ته درناوی وکړي.

دغو زده کونکو وویل چې د ښځو د ورځې له نمانځنې یې پیغام دا دی چې باید خلک ښځو ته د ښځينه بشر په توګه د دوی ټول هغه حقونه چې اساسي قانون او اسلام ورکړي، ورکړي.

یوې ښځینه زده کونکې وویل: "رابعه یوسفزۍ یم، نن خوشاله یوو چې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت راټول شوي یوو، ښځې د ټولنې نیمایي برخه ده، خو لکه نورو هېوادونو چې څنګه ښځو ته ارزښت ورکړی، زمونږ په ټولنه هسې ارزښت نه دی ورکړل شوی، دا خبره مونږ ثابته کړې چې ټولنه په ښځو ولاړه ده، ښځې په یو لاس زانګو او بل لاس نړۍ زنګوي، نو ارزو مو دا ده چې ښځو ته ډېر احترام وشي."

په دغو مراسمو کې زده کوونکو په خپلو ګوتو جوړ شوي کالي او خوراکي توکي هم نندارې ته ایښي وو.

دوی وایي، د نندارتو هدف یې د ښځو د تشبث او صنعت په برخه کې د ښځو په ځانګړي ډول د ښځينه زده کوونکو د وړتیاوو ښودنه او د خپل هېواد د پرمختګ هیله ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار د ښځو د حقونو فعالان وایي چې په ننګرهار کې لا هم ښځې له خپلو حقونو بې برخې دي.

په ننګرهار کې د ښځو د حقونو فعاله کلثوم شیګیوال ازادي راډيو ته وویل، یواځې یوه ورځ نه شي کولی چې د ښځو حق اداء کړي او په خبره یې، د ښځو حق دا دی چې د دوی حقونه ورکړل شي.

په ننګرهار کې سږکال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي لا هم د دغه ولایت په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې ښځې له ګڼو ستونزو کړېږي او خپلو حقونو ته په سمه توګه لاسرسی نه لري.