چارواکي: د ۳۰۱ میلیونو ډالرو په ارزښت وچه مېوه صادر شوې

ارشیف

روان لمریز کال افغانستان کې د وچې میوې صادرات له ۳۰۱ میلیونو ډالرو څخه زیات وو.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې تېر کال د وچې میوې صادرات ۲۹۳ میلیونه ډالره و چې سږ کال ۱۰ میلیونه نور هم زیات شوی دی.

هغه زیاته کړه چې په دې کې بادام، پسته، جلغوزې، اینځر او نورې وچې میوې شاملې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت څه وخت مخکې ویلي و چې د هېواد ۸۰ سلنه صادرات کرنیز محصولات جوړوي چې ډېره برخه یې وچه میوه ده.

د افغانستان وچه میوه نړیوال بازار کې ښه خرڅلاو لري.

د کرنې وزارت وايي، کوښښ کوي چې د وچې میوو د لا ښه پروسس د زمینې په برابرولو سره بازار موندنه ورته لا ښه کړي.