د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت کابل کې نندارتون جوړ شوی

ارشیف

د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت د سوداګرو او صنعت کارو ښځو له‌خوا نن په کابل کې یو نندارتون جوړ شوی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند کوثر رحیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې نندارتون کې په ۱۵ غرفو کې د سوداګرو ښځو لاسې صنایع او سوداګریز محصولات نندارې ته وړاندې شوي.

نوموړي دا هم وویل چې ۲۰ سوداګرو ښځو ته د سوداګرۍ او صنعت د وزیر له خوا ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

د ښاغلي کوثر په خبره، د سوداګرۍ وزارت مسئولینو، په دې اړه جوړې شوې غونډه کې، سوداګرو مېرمنو سره د همکارۍ ژمنه هم وکړه.