'د سولې په خبرو کې د ښځو له فعال ګډون پرته به د سولې هوکړه بې‌معنی وي'

افغان ښځې

له څو لسیزو جګړو، د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې او د سولې د بین‌الافغاني احتمالي خبرو وروسته یو شمېر افغان مېرمنې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او په تېره د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي.

د مارچ د اتمې د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې له رارسېدو سره هم‌مهاله او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې تر لاسلیک وروسته، اوس یو شمېر ښځې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو او په تېره د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي.

د دې هوکړې پر بنسټ په پام کې ده چې په نږدې ورځو کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

د طالبانو ډلې په افغانستان کې د خپلې واکمنۍ پر مهال پر ښځو ډېر بندېزونه لګولي وو.

ارشیف، په تخار کې د طالبانو له لوري د یوې مېرمنې صحرايي محکمه

د دغې ډلې له واکمنۍ نه روایتونه ښيي چې ښځو هغه مهال د تحصیل، سیاسي فعالیتونو او په ټولنه کې د فعالیت حق نه‌درلود.

که څه هم طالبانو ته نږدې سرچینې په دې اړه د طالبانو د لیدلوري د بدلون خبرې کوي وايي، طالبان به د اسلام په اډانه کې د ښځو حقونه مراعت کړي، خو له دې سره سره په دې اړه د افغان مېرمنو اندېښنې پر ځای پاتې دي.

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو فعاله شاه ګل رضايي وايي، ښځو هم د جګړو پر مهال او هم له جګړو وروسته ډېر زیانونه لیدلي دي.

د اغلې رضايي په خبره طالبانو سره له هوکړې وروسته ښځې زده‌کړو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر حق سربېره باید په سیاست او د ټولنې په نورو برخو کې هم فعالې وي.

د افغانستان د ولسي جرګې تالار

هغې زیاته کړه: "د ښځو پر تحصیل، روغتیایي خدمتونو، د دوی په حضور، مشارکت او سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو بندیزونه لګول نه‌یوازې دا چې پر ښځو ګوزار دی، بلکې د ټولنې نیمايي ظرفیتونه زیانمنوي."

اغلې رضايي ټینګار کوي چې د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي په ترکیب او نورو تصمیم نیوونکو بهیرونو کې د افغان مېرمنو پر ګډون سربېره د پلاوي نور غړي هم باید د خبرو پر مهال د ښځو له حقونو نه دفاع وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مخکېنۍ غړې شریفه زرمتي وايي، د سولې په خبرو کې د ښځو له فعال ګډون پرته به د سولې هوکړه بې‌معنی وي او دوی به‌یې ونه‌مني.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مخکېنۍ غړې شریفه زرمتي

هغه زیاته کړه: "که د افغانستان حکومت طالبانو ته خپل مذاکراتي ډله لېږي او هلته پر ټولو ارزښتونو خبرې وشي او د ښځو، ماشومانو او داسې نورو حقونو بحث ونه‌شي او څوک ترې استازیتوب هم ونه‌شي کړای، مسؤلیت به‌یې د افغانستان پر حکومت او هغه چا وي چې دغو خبرو ته‌یې زمینه برابره کړې وي."

اغلې زرمتۍ وايي، افغان دولت باید د خبرو په بهیر کې د ښځو حضور ته ډېر پام وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د شنبې په ورځ د ملي شورا د ۱۷ دورې د دوهم تقنیني کال د پیل په غونډه کې وویل، د خبرو د پلاوي لېست به د حوت تر ۲۰مه بشپړ شي او ښځې به هم په‌کې وي.