یاماموتو: افغان ښځې باید په ټولو برخو کې بشپړ استازیتوب ولري

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی وايي، د یوې سوله‌ییزې او بشپړې ټولنې د رامنځته کېدو لپاره لازمه ده چې افغان ښځې د تعلیم، روغتیا او کار حق ولري او له ملي شورا رانیولې د سولې تر خبرو پورې د سیاسي تصمیم نیونو په ټولو برخو کې بشپړ استازیتوب ولري.

تدامیچي یاماموتو چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر مشر هم دی، د مارچ د اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، په داسې حال کې چې افغان ښځو په یو لړ برخو کې د پام وړ پرمختګونه کړي، د هغوی په اړه په سیاسي او ټولنیزو برخو کې یو لړ شاتګونه هم ویني چې دا وضعیت د افغان ښځو او د یوه هېواد په توګه د افغانستان د ګټې لپاره باید بدل شي.

په افغانستان کې سږ کال د ښځو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې سولې ته هیلې تر بل هر وخت زیاتې شوي، خو په عین حال کې په دې باب پوښتنې پیدا شوي چې د ښځو پر لاسته راوړنو خو به معامله نه‌کېږي!؟