ارمان: افغان ښځې لا هم مظلومې دي

د کابل ورځپاڼې

کابل چاپ ورځپاڼو نن تر ډېره د مارچ د اتمې په بهانه، د افغان ښځو د حقوقو او په سوله کې د دوی د ونډې په اړه لیکنې کړې دي.

  • ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې د "افغان ښځې لا هم مظلومې دي" تر عنوان لاندې لیکلي، افغان ښځې لا هم د نړۍ پر مخ له محروم‌ترینو هغو شمېرل کېږي او په ډېر لږ شمېرو ته‌یې د یو شمېر کورنیو له‌خوا د هغوی ټولنیز او نور حقونه ورکول کېږي.

سرمقاله لیکونکی د پوښتنې په ډول لیکي، لا هم معلومه نه‌ده چې لنډ زمان یا هم راتلونکې کې به افغانستان کې څه بدلون راپېښ شي او په دې بدلون کې به د افغانستان د ښځو لپاره تګ‌لاره څه وي؟

خو ملي ارمان ورځپاڼې هیله ښودلې چې د سولې او ټولنې ته د طالبانو د راستنېدو پر مهال به ښځې د یوه شریک په توګه په دولت او نورو برخو کې کار وکړي او حقوقو ته به‌یې درناوی کېږي او هغه څه تکرار نه‌شي چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال‌یې له وحشت سره ښځې مخ وې.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې بیا لیکلي، د ښځو د حقوقو فعالانې باید خپله د عمل میدان ته راودانګي. ورځپاڼه لیکي، د مارچ اتمه د تبعیض او ستم پر وړاندې د ښځو د یووالي ورځ ده.

ورځپاڼه لیکي، دا ورځ داسې مهال په افغانستان کې نمانځل کېږي چې ډېر شمېر ښځې له طالبانو سره د امریکا د هوکړې او د جګړې په دې سیاسي حل اندېښمنې دي.

هشت صبح زیاتوي، اندېښنه یوازې پر دې نه‌ده چې د سیاسي جوړجاړي په دې چوکاټ کې به د ښځو حقوق ضایع شي، بلکې اصلي ستونزه دا ده چې د امریکا متحده ایالات نور د افغان ښځو له حقونو د ملاتړ او ازادۍ لپاره ژمنتیا نه‌لري.

سرمقاله لیکونکی ټینګار کوي چې د دې اندېښنو د حل لپاره اړینه ده چې خپله د ښځو د حقوقو مدافعانې د عمل میدان ته راودانګي او په هغه پلاوي کې چې له طالبانو سره د خبرو لپاره ټاکل کېږي ونډه ولري.

ورځپاڼه په دې باور ده، هغه مهال که ښځې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي په چوکاټ کې حاضرې وي، د مذاکرې پر مېز به د اوسني افغانستان له واقعیتونو په ښه توګه استازولي وکړای شي او هغه مهال هېڅوک له دې انکار نه‌شي کولای چې په تېرو ۲۰ کلونو کې په سیاسي، فرهنګي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د افغان ښځو ونډه ډېره پیاوړې شوې ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، "د اسلام نړیوالو ارزښتونو او په ملي کچه د ښځو د حقوقو څخه د ملاتړ ژمنتیا شته." په اساسي قانون کې هم د ښځو حقوق مساوي شمېرل شوي او افغان ښځې په‌کې قابل د قدر دي.

د ورځپاڼې له قوله، سبا د مارچ په نهمه نېټه له طالبانو سره د مرکچي پلاوي د جوړېدو په اړه کار پیلېږي، نو ښه ده چې د نورو خبرو ترڅنګ د بشر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقوقو د تضمین په مسئله هم بحث وشي.

ورځپاڼه په پای کې له ټولو افغانانو غواړي چې نور د خپلو خویندو او لوڼو په سر له ولور لاس په سر شي، په میراث کې حق ورکړي او زده‌کړو ته‌یې وهڅوي.