کرونا ویروس د ایران د پارلمانې غړې مړه کړې

فاطمه رهبر تازه له تهران څخه پارلمان ته انتخاب شوې وه.

د ایران رسنیو نن راپور ورکړ چې د دې هېواد د پارلمان یوه غړې د مارچ پر شپږمه د کرونا ویروس له امله مړه شوه.

ایران تر چین وروسته یو له هغو کسانو دی چې دغه ویروس ډیر ځپلی دی.

د مارچ تر شپږمې نېټې پورې په دې هیواد کې په یاد ویروس د اخته کیدو د ۴۷۴۷ پېښو راپور ورکړل شوی دی.

د ایران د پارلمان دغه غړې فاطمه رهبر نومېده چې د تازه له تهران څخه دغه پارلمان ته انتخاب شوې وه.

پرون د مارچ شپږمه د دې هېواد رسمي شمېرو وښوده چې په ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر ۱۲۴ تنو ته رسېدلی خو دا معلومه نه ده چې فاطمه رهبر هم په دغو رسمي شمېرو کې شامله ده که نه.

د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور پرون وو یوازي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷ کسان له همدې امله مړه شوي دي او په څه باندې زرو نورو کسانو کې د دې ویروس مثبتې پېښې ثبت شوي دي چې له دې سره په ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۴۷۰۰ واوښت.

په ایران کې په دې ویروس په اخته کسانو کې د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار، د روغتیا وزارت مرستیال ایرج حریرچي او د پارلمان څه باندې شل نور غړي شامل دي.