چین ته د کرونا په ویروس اخته کسان له بهره ورغلي

په چین کې په دې ویروس د اخته کسانو نننۍ شمیر سل تنه وو، په داسې حال کې چې پخوا تر دې به د ورځې ۱۴۳ کسان پرې اخته کېدل.

چین وايي له ووهان ښار څخه بهر د کرونا ویروس تقریباً ټول موارد له ایران څخه د الوتنو په ګډون دې هېواد ته له بهره راوړل شوي.

چینايي چارواکو نن وویل په چین کې په دې ویروس د اخته کسانو نننۍ شمیر سل تنه وو، په داسې حال کې چې پخوا تر دې به د ورځې ۱۴۳ کسان پرې اخته کېدل.

د چین د روغتیا ملي کمېسیون وايي، پرون له هوبای ولایت څخه بهر ۲۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې ۲۴ یې له بهر څخه دې هېواد ته راړول شوي دي.

د چارواکو په وینا ډېری اخته کسان د مارچ د ۲ او ۵ ترمینځ له ایران څخه په تجارتي پروازونو کې چین ته رسېدلي او په پلازمېنه بیجینګ کې د څلورو نویو مواردو راپور ورکړل شوی چې درې یې له ایټالیا څخه راغلي کسان دي.