ملګرو ملتونو د کابل پرونۍ پېښه وغندله

د دې پېښې یو تن ټپي چې روغتون ته لېږدول شوی

د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي منشي انتونیو ګوترش په کابل کې پرونۍ پېښه په کلکه وغندله.

انتونیو ګوترش ویلي چې له هغو کسانو سره چې داسې جنایتونه کوي، حساب او کتاب شوی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وویل چې د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مرازي د ۲۵م تلین پر مراسمو په وسله واله حمله کې ۳۲ ملکي وګړی وژل شوي او لږترلږه ۵۸ تنه زخمیان شوي دي.

د حملې مسئولیت د داعش وسله والې ډلې اخیستی دی.

په دې اړه په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما پرون په خبرپاڼه کې ویلي چې پر ملکي وګړو، قومي او مذهبي لږکیو حملې په جدي ډول پر نړیوالو قوانینو تیری دی او د جنګي جنایت په توګه ګڼل کېدلای شي.

یوناما ویلي چې افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې د داسې بهیر ملاتړ کوي چې جګړه پاي ته ورسوي او افغانان دا توان ورسره پېدا کړي چې له داسې جنایتونو خپل وګړي خوندي کړي.