چارواکي: کندز کې ۲ پولیس او ۵ وسله وال وژل شوي

ارشیف

په کندز کې چارواکي وايي، د طالبانو په یو برید کې دوه پولیس او پنځه وسله وال وژل شوي دي.

د کندز د امنیې قومندانۍ ویاند هجرت الله اکبري نن ازادي راډیو ته وویل دواړو خواوو ته دا مرګ ژوبله په کندز کې د یوې نښتې پر مهال اوښتې ده. نوموړې وړاندې وویل: ” د وسله والو طالبانو یوې ډلې د شپې دوه بجې یو ځل بیا د دویمې امنیتې حوزې د درییم سمت پر ماموریت برید وکړ چې طالبانو پنځه کسان ووژل شول درې یې ټپیان شول او له سیمې وتښتیدل، له بده مرغه په دې برید کې زموږ دوه تنه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي وو.“

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

له یوې اونۍ اورکم او له امریکا سره د سولې د تړون تر لاسلیک وروسته طالبانو یو ځل بیا پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونو ته زور ورکړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون په واشینګټن کې وویل چې د افغانستان د سولې د پروسې د مخکې وړلو لپاره باید په دې هیواد کې تاوتریخوالی سمدستي راکم شي.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ازادي راډیو ته ویلي، تر اوسه پر اوربند موافقه نه ده شوې خو پر دې سربیره هم دې ډلې ډیر بریدونه نه دي کړي.