د نړیوال روغتیايي سازمان د کرونا ویروس د خپرېدو له امله خبرداری ورکړ

هالنډ او واتیکان دواړو د جمعې په ورځ په دې ویروس د خپلو وګړو د اخته کېدو د لومړنیو پېښو راپور ورکړ. 

په داسې حال کې چې په اروپا او شمالي امریکا کې د کرونا ویروس خپریدو زور اخیستی، د نړیوال روغتیايي سازمان چارواکو هیوادونو ته خبرداری ورکړی چې ددې وایروس خپریدل جدي واخلي.

هالنډ د جمعې په ورځ په دې ویرس دغلته د لومړني کس د مړینې او واتیکان بیا پر دې ویروس د لومړني کس د اخته کیدو راپور ورکړی دی.

په نړۍ کې په دې ویروس د اخته کسانو شمیر دا مهال سل زره کسانو ته نژدې شوی دی او د نن ورځې تر پایه اټکل کیږي چې سل زرو ته به ورسیږي.

د کرونا ویروس دا خپریدل چې له چین پیل شوي او 85 هیوادونو ته رسیدلی تر اوسه یې په ټوله نړۍ کې تر 3300 زیات کسان وژلي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر تیدروس ادهانوم نن په جینوا کې خبریالانو ته وویل:” دا یو تمرین نه دی. “

نوموړي له هیوادونو وغوښتل چې په جدیت ددې ویروس د خپریدو د مخنیوي لپاره چمتو شي.

په داسې حال کې چې هیوادونه د کرونا ویروس د کابو کولو هڅه کوي، په نړۍ کې ددې ویروس خپریدو پر کاربارونو او اقتصاد هم ډیر ناوړه اغیز کړی دی.