افغان کرکټ ملي لوبډلې له ایرلنډ لومړۍ شل اوریزه لوبه وګتله

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د آیرلند په وړاندې لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله.

د دوی لوبه د هند په ګریټر نوییدا کې نن جمعه وشوه.

ایرلند په لومړي توپ وهنې سره افغانستان ته ۱۷۳ منډې هدف وټاکه.

افغانستان هدف ته په رسېدو و چې باران وشو.

بلآخره د افغانستان ښې لوبې ته په کتو د ډي / ایل میټود په اساس افغان ټیم بریالی اعلان شو.

په دې لوبه کې راشد خان درې ویکټې واخیستې او په وړاندې یې د ایرلند لوبغاړي پاول سټرلینګ شپیته منډې وکړې چې دا د لوبې ښه لوبغاړي یاد شول.

تمه دا دوه ټیمونه راتلونکي یکشنبه او سه شنبه دوه نورې شل اوریزې لوبې هم وکړي.