م م کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د تائید لپاره بحثونه پیل شوي

د ملګروملتونو د امنیت شورا انځور

متحدایالاتو د ملګروملتونو د امنیت شورا له نورو غړو سره د هغه پریکړه لیک د مسودې په اړه بحثونه پیل کړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه تائیدوي.

فرانسپرس خبري آژانس چې د دې پرېکړه لیک د مسودې متن یې ترلاسه کړی وايي چې د دې پرېکړه لیک د مسودې له مخې امنیت شورا د دې هوکړې هرکلی کوي.

په مسوده کې له ټولو هېوادونو په تېره له سیمه ایزو لوبغاړو غوښتل شوي چې د سولې د یوې دوامدارې او هراړخیزې هوکړې لپاره د بریالیو خبرو د پرمختګ ملاتړ وکړي.

د پریکړه لیک په مسوده کې پر افغان حکومت د فشار یادونه هم شوې ده څو دایمي او هراړخیز اوربند ته د رسېدلو لپاره له طالبانو سره خبرې وکړي.

د فرانسپرس د راپور له مخې د پریکړه لیک په مسوده کې همداراز راغلي چې امنیت شورا به د بین الافغاني خبرو له پیلېدو وروسته پر هغو بندیزونو بیا کتنه وکړي چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې د طالبانو پر افرادو او ډلو لګول شوي دي.