ایران کې د کرونا ویروس له مله د مړو شېر له ۱۰۷ کسانو واوښت

ایران له چین وروسته دوهم هېواد دی چې د دې ناروغۍ تر ټولو زیات موارد پکې موندل شوي دي.

په ایران کې ټولې ښونیز مرکزونه د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې تړل شوي او د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره نوي تدابیر نیول شوي دي.

ایران له چین وروسته دوهم هېواد دی چې د دې ناروغۍ تر ټولو زیات موارد پکې موندل شوي دي.

د ایران د روغتیا وزیر سعید نمکي پرون پنجشنبې وویل چې ټول ښوونځي او پوهنتونونه به د روان هجري لمریز کال تر پیله تړلي وي او همداراز د لویو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ د محدودولو په مقصد به د لویو لارو په اوږدو کې د تلاشۍ پوستې جوړېږي.

نمکي په یو ټلویزیوني وینا کې وویل چې خلک دې سفر نه کوي او په کورونو کې دې پاتې شي او د حکومت خبرداري ته دې په جدي سترګه وګوري.

دا تدابیر په داسې حال کې نیول کېږي چې په ایران کې د کووید نولس ناروغۍ له کبله د مړو شمیر پرون ۱۰۷ کسانو ته ورسېد او د تایید شویو ناروغانو شمېر له درې نیم زرو اوښتی.

له بلې خوا د ایران د ګاونډي هېواد عراق د روغتیا وزارت پرون په دې هېواد کې په کرونا ویروس د دوو کسانو مړینه تایید کړه.