کورنیو چارو وزارت: په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۷۴ بریدونه ترسره شوي

ارشیف

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په تېرو ۷۲ ساعتونو کې ۷۴ بریدونه ترسره شوي دي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته دغې ډلې یو ځل بیا په افغان ځواکونو بریدونه له سره پيل کړي.

د دغه وزارت مسوولین وايي، چې په دغو بریدونو کې ۱۵ سرتېري ،۱۲ ملکیان وژل شوي او ۴۳ سرتېري او ملکیان ټپیان شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو ۲۴ ساعتنو کې طالبانو۱۱ ولایتونو په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او خلکو ۱۱ بریدونه کړي، چې په پایله کې یې دوه ملکیان او څلور سرتېري شهیدان شوي."

د ښاغلي رحیمي په خبره په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په دفاعي بریدونو کې ۳۹ طالبان وژل شوي، ۴۱ ټپيان او یا نیول شوي.

د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تېرو ۴۸ ساعتونو په پرتله د طالبانو په بریدونو کې د پام وړ کموالی راغلی.

د سیاسي چارو کارپوه عمر شریفي وايي، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه کې ابهام د دې لامل شوی، چې طالبانو خپل بریدونه له سره پیل کړي.

ښاغلي شریفي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د طالبانو بریدونه ښکاره کوي، چې دغه ډله او ملاتړ یې غواوړي امریکا وازمیي، څو پوه شي چې امریکا په رښتیا هم له افغانستان وځي یا نه.

ښاغلی شریفي زیاتوي، چې له دې سره په خوا کې طالبان تیت او پراګنده ډله ده، نو په همدې دلیل، چې رهبري او همدا ډول په قطر کې چې کوم استازي تصمیم نیسي په بشپړ ډول نه عملي کیږي.

په افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د طالبانو بریدونه د دې لامل شو، چې د چهارشنبې په ورځ امریکايي هوايي ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو سنګرونه په نښه کړي.