د پیسو نړیوال صندوق: د کرونا ویروس خپرېدا د اقتصادي پیاوړتیا هیلې له منځه وړي

د پیسو نړیوال صندوق مشره کریستالینا جورجیوا

د آی ایم اف یا د پیسو نړیوال صندوق مشره وایې د کرونا ویروس خپرېدو د ۲۰۲۰ کال لپاره د اقتصاد د پیاوړي پرمختګ هیلې له منځه وړي دي.

کریستالینا جورجیوا وویل چې دا ستونزه به ښایې اقتصادي لاسته راوړني تر ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کال هم راکمې کړي.

دغې بلغاریایې الاصلې اقتصاد پوه پرون چهارشنبه ویلي چې د آی ایم اف سازمان وړاند وینه دا ده چې سږ کال به د نړۍ اقتصادي وده د تیر ۲۰۱۹ کال پرتله ۳ سلنه کم وي.

مېرمن جورجیوا دا هم وویل چې د کرونا ویروس خپرېدل یوه سیمیزه نه بلکه نړیواله ستونزه ده او نړیوال ځواب غواړي، خو هغې ونه ویل چې آیا دا ستونزه واقعاً کولی شي نړۍ د اقتصادي رکود پر لور بوځي.