بې اسنادو موټرو بلخ کې د جرایمو کچه لوړه کړې

ارشیف

په بلخ کې د بې اسنادو او بې پلیټو موټرو شتون د ترافیکو پولیسو په وړاندې د خلکو نیوکې زیاتې کړي دي.

د بلخ ولایتي شورا غړي وايي چې له دغو بې اسنادو موټرو او نقلیه وسایطو څخه د جنايي جرایمو لکه قتل، اختطاف او غلاو په ترسره کولو کې ګټه اخیستل کېږي.

د بلخ ولایتي شورا غړي وايي چې غیر قانوني یا بې اسناده موټر او جعلي پلیټ لرونکي موټر د هېواد په ټولو ولایتونو کې شته او د یادې ستونزې حل یوې ملي برنامې ته اړتیا لري چې پلي شي.

د دغې شورا یوه غړي غلام سخي لاله ازادي راډیو ته ووېل حکومت دې باید له بهر څخه د غیر قانوني موټرو په رالېږد بندیز ولګوي او پولې دې د هغو پر مخ وتړي.

ده زیاته کړه چې همداراز باید شته بې اسنادو ګاډو ته دې د ګمرکي محصول ورکولو او د اسنادو د توزیع زمینه هواره شي.

په همدې حال کې د بلخ امنیې قوماندانۍ چارواکي له ښار څخه د بې اسنادو ګاډو د راټولولو خبر ورکوي.

د بلخ پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل چې له یوې میاشتې راهیسې یې کابو ۲ زره غیر اسناد لرونکي، بې پلیټ، تورې ښیښې واله او دولتي غیر قانوني پلیټ لرونکي موټر یې راټول کړي دي.

د زرګونه بې اسنادو ګاډو شتون یواځې په بلخ کې ستونزې نه دي پیدا کړي، بلکې په ګاونډي ولایتونو لکه جوزجان، سمنګان او سرپل کې هم خلک او چارواکي شکايت کوي چې د دغو ګاډو حضور جرایم زیات کړي.