اردوغان: پوتین به وهڅوم چې سوریه کې اوربند وکړي

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د روسیې او ترکیې ولسمشران نن په مسکو کې سره ګوري څو د هغه تاوتریخوالي د کمولو لپاره لاري چاري ومومي چې دا دواړه هیوادونه یې د سوریې په جګړو کې د مخامخ کېدو له ګواښ سره مخامخ کړي دي.

رجب طیب اردوغان ویلي چې غواړي په دې لیدنه کې ولادیمیر پوتین وهڅوي د سوریې په ادلیب ولایت کې پر سمدستي اوربند هوکړه وکړي.

په همدې حال کې رویټرز خبري آژانس په سیمه کې د روسي الوتکو او کښتیو تحرکاتو ته په اشارې لیکلي چې مسکو هڅه کړې تر خبرو دمخه په سوریې کې خپل حضور پیاوړی کړي.

په وروستیو اونیو د سوریې په ادلیب ولایت کې شخړي داسې مهال ډېرې شوې چې ترکیې د سوریې د روسي پلوه ولسمشر بشارالاسد ته د وفاداره ځواکونو پر وړاندې عملیات وکړل.

روسیه او ترکیه په سوریې کې د جګړو د مخالفو لورو ملاتړي دي خو تر اوسه یې د یو بل پر وړاندې مخامخ جګړه نه ده کړې.

خو د پوځي چارو پوهان چې د سوریې جګړه څاري اندېښمن دي چې ورورستۍ پیښي کولی شي مسکو او انقره له یو بل سره په وسله واله جګړه کې ورښکېل کړي.