جاپان ته د چین د ولسمشر سفر ځنډېدلی

د چین ولسمشر شي جین پینګ

جاپان ته د چین د ولسمشر شي جین پینګ رسمي سفر د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په هدف وځنډول شو.

د جاپان د کابینې منشي یوشيهید سوګا نن په توکیو کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر "شي" به په یوه مناسب وخت کې دا سفر وکړي.

د جاپان صدراعظم سنزو ابې تېر کال په اوساکا کې د جي شل غونډي پر مهال د چین ولسمشر ته د ورتلو بلنه ورکړې وه.

دا سفر د اپریل میاشتي لپاره پلان شوی و.

سوګا وویل: " د دواړو هېوادنو لپاره تر ټولو لویه ننګونه اوس د نوي کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی دی او دا اړینه ده چې همدې کار ته لومړیتوب ورکړو."

جاپان ته د چین د ولسمشر وروستی ځل په ۲۰۰۸ کال کې سفر کړی وو او هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو یوه ښه نښه بلل شوې وه.