چارواکي: د کرونا ویروس خپراوي پر عوایدو منفي اغېز کړی

کرونا ویروس د افغانستان په ګډون ۶۰ هېوادونو کې خپور شوی، چې تر اوسه یې له ۳۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، چې د کرونا ویروس د خپراوي ویرې د دغې ادارې په عوایدو منفي اغېز کړی دی.

د یادې ادارې رئیس قاسم وفايي زاده ویلي، چې دا مهال درې هېوادونو چین، ازبکستان او تاجکستان ته هوايي پروازونه درول شوي.

که څه هم نوموړي د لاسته راتلونکو عوایدو د زیانونو د کره اندازې په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاته کړې ده، چې نورو هېوادونو ته د تګ راتګ ټېکېټونو پلور هم کم شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د لېږد رالېږد نړیوال ټولنې د هغې ارزونې پر اساس چې کړې یې ویلي، نړیوالو هوايي لیکو د کرونا ویروس د وېرې له امله یو نیم میلیارده ډالره تاوان کړی.

کرونا ویروس د افغانستان په ګډون ۶۰ هېوادونو کې خپور شوی، چې له امله یې له ۳۰۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او په زرګونه نور پرې اخته شوي دي.