نیویارک پوسټ: افغانستان کې سولې ته د رسېدو لاره به ډېره اوږده وي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • نیویارک پوسټ

نیویارک پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې په وړاندې د پرتو خنډونو په اړه په یوه مطلب کې په خوست کې وروستۍ چاودنې ته پام اړولی.

مقاله لیکي، له دغې چادونې وروسته چې درې ولسي وګړي په‌کې ووژل شول، د امریکا پوځ خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لاره به ډېره اوږده وي.

ورځپاڼې د امریکا د دفاع وزیر مارک اسپر هغه څرګندونې راخیستي چې په پنتاګون کې یې خبریالانو ته کړي دي. اسپر ویلي دا به اوږده او له لوړو ژورو ډکه لاره وي. کله به درېږي او کله بیا بېرته پیلېږي.

د هغه اشاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون تر لاسلیک کېدو وروسته پیلېدونکو بین‌الافغاني خبروته وه چې په پام کې ده د مارچ په ۱۰مه پیل شي.

نیویارک پوسټ لیکي، سره له دې چې وسله‌والو طالبانو ویلي چې په خوست کې د دوشنبې د ورځې چاودنه د دوی کار نه‌دی، اسپر وویل چې له افغانستانه‌یې د امریکایي ځواکونو د وتلو د بهیر پیلېدل تصویب کړي دي.

د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي تړون له مخې به له افغانستانه د امریکایي سرتېرو په ګډون د ټولو بهرنیو ځواکونو وتل پیلېږي او دغه بهیر به په ۱۴ میاشتو کې بشپړ کېږي.

  • ټلېګراف

بریتانيايي ټلېګراف ورځپاڼې په کندهار کې د یوه داسې کلي په اړه لیکلي چې خلک‌یې یو نه بل ډول معلولیت لري. دا کلی محمد بن رشيد یادېږي.

مقاله د دې کلي داسې تصوير وړاندې کوي چې له لیرې د محمد بن رشید کلی لکه بل هر کلي غوندې ښکاري، خو کله چې يې اوسېدونکي سهار له کورو دباندې راووځي، هر یو یې یا پښې یا لاسونه نه‌لري، یا په ګرځنده څوکۍ کې ناست وي، یا سترګې نه‌لري او یا هم څه نه‌اوري.

دا کلی ۱۵ کاله مخکې جوړ شوی وو. د دغو کلونو پر مهال ۲۰۰ کسان چې یو نه بل ډول معلولیت لري، دغه کلي ته ورکډه شول. دوی خپلې کورنۍ هم دغه ځای ته له ځان سره بيولي او اوس د دې کلي نفوس ۱۸۰۰ تنه دی. نور خلک هم ورته راکډه کېږي.

د سرې میاشتې د معلوماتو له مخې په افغانستان کې شااوخوا ۱،۵ میلیونه معلولین شته. هر کال لسګونه زره کسانو ته مصنوعي پښې جوړېږي.

لومړی ځل د محمد بن رشید کلی د متحده عربي اماراتو د شاهي کورنۍ په مالي مرسته جوړ شوی وو او په افغانستان کې دا ډول یوازنی کلی دی.