هشت صبح: طالبانو جګړه له سره پیل کړه، د امریکا دریځ څه دی؟

یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې

د کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره له طالبانو سره د افغان حکومت په مذاکراتو او تر خوا یې د دې ډلې له‌خوا د جګړې پر بیا پیل کرښې تورې کړې دي.

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې "طالبانو جګړه له سره پیل کړه، د امریکا دریځ څه دی؟" په عنوان لیکلي، طالبانو اعلان کړی چې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره به جګړې ته دوام ورکړي.

د ورځپاڼې له قوله، د طالبانو دا ډول دریځ ښيي چې دوی نه‌غواړي د افغانستان شخړه له سیاسي لارې پای ومومي، بلکې دا ډله د خپلو وسله‌والو کسانو په زور د ټول افغانستان د اشغال خوب ویني.

هشت صبح زیاتوي، له امریکا سره د طالبانو د هوکړې موخه یو تاکتیکي چلند و چې دې ډلې غوښتل په دې کار سره له امریکا څخه د بهرنیو عسکرو د وتو یا هم کمېدو په اړه تضمین واخلي او بیا جګړه زیاته کړي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، اوس افغان ځواکونه مجبور دي چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړي، ځکه د بهرنیو عسکرو په وتو سره دې ډلې ته د جګړې د جواز هېڅ دلیل نه‌شته او نه هم هېڅ مذهبي مشر او ان ظالم پاکستاني مفتیان د افغان ځواکونو د قتل فتوا ورکولای شي.

ورځپاڼه په دې برخه کې له امریکا او ناټو پوښتنه مطرح کوي، په داسې حال کې چې طالبان پر افغان ځواکونو د برید امر کوي، د دوی دریځ څه دی او ایا دوی اجازه ورکوي چې افغانستان یو ځل بیا د ۹۰مې لسیزې تکرار ته وګرځي؟

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د طالبانو جګړې ته اشاره کړې او لیکي، طالبانو! په افغانستان کې ستاسې جګړه پای ته ورسېده.

ورځپاڼه لیکي، طالبانو په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو د شتون په بهانه نږدې دوه لسیزې جګړه وکړه، په ځانمرګو بریدونو کې یې زرګونه ملکیان ووژل شول او په سلګونه ټول‌ګټې سیمې یې ویجاړې کړې.

خو اوس چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه وشوه، په افغانستان کې د طالبانو په اصطلاح پیل شوی جهاد پای ته ورسېد او له دې وروسته باید پاکستانیان هم په افغانستان کې د جهاد فتوا صادره نه‌کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې له لاس‌لیک وروسته، په هغو څرګندونو تبصره کړې چې په یوه ډول د سولې د شوې هوکړې په اړه شکونه راپیدا کوي.

ورځپاڼه لیکي، د سولې د هوکړې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هغه څرګندونې اندېښمنوونکې دي چې ویلي یې دي، دوه داسې لاس‌لیک شوي سندونه شته چې یوازې د کانګرس غړو ته به ښودل کېږي.

ویسا ورځپاڼه زیاتوي، دا ډول څرګندونې د دې زمینه برابروي چې هغو لورو ته پلمه په لاس ورکړي چې نه‌غواړي د سولې په اړه لږ شوی پرمختګ پراخ شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د سولې په اړه د مشکوکو نظریاتو په څرګندولو سره اندېښنه دا ده چې افغان ولس یو ځل بیا د ناهیلۍ څپېړه پر مخ ونه‌خوري او افغانستان هسې نه بیا له کومې نوې غمیزې سره مخ شي.