په ښوونځيو کې د کرونا د مخنيوي په هدف څه تدابير سنجول شوي؟ 

د پوهنې وزارت ويانده نوريه نزهت

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي د کرونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي په هدف په هرات ولايت کې د خصوصي ښوونځيو او ښوونيزو مرکزونو فعاليتونه ځنډول شوي دي.

دغه وزارت وايي لا معلومه نه‌ده چې په هرات ولايت کې به نوى تعليمي کال چې د وري يا حمل پر درېيمه پيلېږي وځنډول شي که څنګه؟

د ملي امنيت شورا ويلي چې په پرونۍ غونډه کې يې پرېکړه وشوه چې په هرات کې تعليمي کال د احتياط په خاطر وځنډول شي.

صالح محمد صالح د پوهنې وزارت له وياندې نوريې نزهت سره مرکه کړې ده.

په پيل کې يې پوښتنه کړې چې په ښوونځيو کې د کرونا وايروس د مخنيوي په هدف دوى څه تدابير سنجولي دي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د پوهنې وزارت له وياندې نوريې نزهت سره مرکه