د میدان وردګ ښاروالې د 'زړورو ښځو' نړیواله جایزه وګټله

د میدان وردګ ښارواله او د 'زړورو ښځو' نړیوالې جایزې ګټونکې ظریفه غفاري.

ظریفه غفاري د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د زړورو ښځو نړیواله جایزه ګټلې ده.

غفاري د میدان وردګ ښارواله ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د ظریفه غفاري نوم د هغو ۱۲ ښځو په کتار کې لومړی راغلی چې سږ کال‌یې د زړورو ښځو جایزې ګټلي.

په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د لومړنۍ ښځینه ښاروالې په توګه ظریفه غفاري د ځینو زورواکو سړیو له‌خوا سخته ګواښل شوې وه، خو مبارزه‌یې وکړه او هغوی یې غلط ثابت کړل چې ویل‌یې ښځه رهبري نه‌شي کولای.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سږ کال د افغانستان په استازیتوب ظریفه غفاري او د نړۍ د ۱۱ نورو هېوادونو اذربایجان، بولویا، چین، مالیزیا، پاکستان، سوریې، یمن، بورکینا فاسو او زېمبابوې "زړورو" ښځو ته جایزې ورکوي.

د اعلامیې له مخې تمه ده د جایزو د ورکړې مراسم نن د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پومپيو او د امریکا لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ په حضور کې ترسره کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي له ۲۰۰۷ کال راهیسې هر کال د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو هغو ښځو ته دا جایزې ورکوي چې د ورپېښو ګواښونو سره سره کار کوي او قربانۍ ورکوي.