'ایران د غني کړیو یورانیمو زېرمه درې برابره زیاته کړې'

د ایران اټمي سازمان یوه برخه.

د ملګرو ملتونو د اټمي انرژۍ يوه څارونکې اداره وايي ايران د خپلو غني کړيو يورانيمو زېرمې تقريباً درې برابره زياتې کړې دي.

ويل شوي ايران دا غني شوي يورانيم په تېرو درېيو مياشتو کې زيات کړي چې دا د ٢٠١٥م کال له اټمي تړون څخه سرغړونه ګڼل کېږي.

د اټمي انرژۍ نړيوالې ادارې پرون دغه‌راز ويلي، داسې ښکاري چې ايران درې نااعلان شوې اټمي ساحې هم لري چې دغې ادارې يې په اړه له تهران څخه د توضيحاتو غوښتنه کړې ده.

ايران د امنيت شورا له پنځو دايمي غړو جمع جرمني او اروپايي ټولنې سره په ٢٠١٥م کال کې اټمي موافقه لاسليک کړې وه.

امريکا له دغه تړون څخه په ٢٠١٨م کال کې ووتله او پر ايراني چارواکو دغه‌راز هغو شرکتونو يې تازه بنديزونه ولګول چې له تهران سره‌يې تجارت کاوه.