بلخي: له پاکستانه افغان کډوال په خپله خوښه راستنېږي

له پاکستانه راستنېدونکي کډوال

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي، له پاکستانه افغان کډوال په خپله خوښه راستنېږي او هر کال د ژمي په پاى کې دا بهير له سره پيلېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا (UNHCR) دا بهير تېره دوشنبه پيل کړ.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي پرون ازادي راډيو ته وويل: "له پاکستانه د افغان کډوالو راستنېدل داوطلبانه دي. «UNHCR» د ژمي پر مهال د راستنېدونکو د راستنېدو ملاتړ بندوي او د ژمي په پاى کې يې بېرته پيلوي."

په پاکستان کې شااوخوا دوه میليونه افغان کډوال دېره دي چې يو نيم مليون‌يې هلته د استوګنې قانوني اسناد لري، خو تر ۵۰۰ زره زيات نور يې په غير قانوني ډول هلته استوګن دي.

د پاکستان حکومت هلته د افغان کډوالو د استوګنې موده د جون مياشتې تر پايه غځولې ده.