تاجکستان، افغانستان او څلورو نورو هېوادونو ته الوتنې وځنډولې

د دوشنبې هوايي ډګر کې الوتکې

تاجکستان، د کرونا وايروس د مخنيوي په هدف، افغانستان او څلورو نورو هېوادونو ته خپلې الوتنې وځنډولې.

د تاجکستان د ټرانسپورت وزارت پرون مازيګر په يوه اعلاميه کې وويل، د افغانستان، جنوبي کوريا، چين، ايران او ايټاليا وګړي تر اپرېل مياشتې پورې تاجکستان ته له سفر کولو منع شوي دي.

تمه کېږي، تاجکستان ته د دغو پنځو هېوادونو د وګړو د تګ ممنوعيت تمديد هم شي.

د کابل او دوشنبې ترمنځ په اوونۍ کې دوې الوتنې کېدلې.

تر دې مخکې ازبکستان تېره دوشنبه د کرونا وايروس د خپرېدو له ډاره افغانستان ته خپلې الوتنې وځنډولې.

په دې وايروس د نړۍ په ٧٧ هېوادونو کې تر ٩٢ زرو زيات کسان اخته شوي دي.

پرون د نړۍ په سطحه په دې وايروس د مړو شمېر تر ٣٢٠٠ تنو ورسېد.