د افغانستان په سړو سیمو کې ښايي د ځینو ښوونځیو درس پیل نه‌شي

د ښوونځي په یوه ټولګي زده‌کوونکي ماشومان

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، که په هېواد کې د کرونا وايروس خطر پراخ شي، ښايي په سړو سيمو کې د ځينو ښوونځيو درسي بهير پيل نه‌شي.

د دغه وزارت وياندې نوريې نزهت تېر ماښام ازادي راډيو ته وويل، دا مهال په هرات ولايت کې د خصوصي ښوونيزو مرکزونو او ښوونځيو فعاليتونه ځنډول شوي.

مېرمن نزهت زیاتوي: "د امنيت شورا او د هرات محلي حکومت دا پرېکړه وکړه چې په دغه ولايت کې خصوصي ښوونځي او خصوصي کورسونه خپل فعاليت وځنډوي. ترڅو چې امنيت شورا هغوى ته بل اعلان نه‌وي کړى."

په هرات ولايت کې په کرونا وايروس د يوه کس د اخته کېدو پېښه تأييد شوې ده.

د روغتيا وزارت وايي، دغه اخته کس په وروستيو کې د ايران قم ښار ته سفر کړى و.

په ايران کې په کرونا وايروس ٧٧ کسان مړه شوي او تر ٢٠٠٠ ډېر نور کسان ورباندې اخته شوي دي.