د کرونا او سوریې په اړه له فنلندي چارواکو سره د لاوروف لیدنه

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف به نن په یو رسمي سفر په فنلند کې وي، چېرې چې به له چارواکو سره د کرونا وایروس د خپرېدو او د سوریې د کړکېچ په اړه خبرې وکړي.

د روسیې خبري اژانس ټاس وايي، نوموړی به د فنلند د بهرنیو چارو له وزیر پیکا هاویستو سره په جزئیاتو خبرې وکړي او همدارنګه به د فنلند له ولسمشر ساولي نینیسټو سره جلا کتنه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دواړه لوري به په دوه اړخیزو مسئلو او سیمه‌ییزه اجنډا وغږېږي او په نړیوالو مسئلو به هم نظرونه شریک کړي.

د کرونا وایروس په اړه د روغتیا نړیوال سازمان د ورځني راپور په بنسټ فنلند د دې وایروس ۶ تأیید شوې پېښې لري او روسیه کې تر اوسه د کرونا وایروس دوه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د چین په مقایسه، له چین بهر د کرونا وایروس ۹ چنده زیاتې پېښې ثبت شوې دي.

چین هغه هېواد دی چیرې چې د لومړي ځل لپاره د "کویډ ۱۹" په نوم دا وایروس خپور شو.

د روغتیا نړیوال سازمان په وینا په جنوبي کوریا، ایټالیا، جاپان او ایران کې د دې وایروس زیاتېدونکی خپراوی د ډېرې اندېښنې وړ دی.