ترکیې د سوریې ادلب ته سرتېري ولېږل

تېره اوونۍ د سوريې په نظامي عملیاتو کې د ترکیې ګڼ سرتېري وژل شوي وو.

د دوشنبې په ورځ ترکيې د سوریې ادلب ولایت ته اضافي سرتېري ولېږل.

دا وروسته له هغه چې ترکیې د یکشنبې په ورځ په ادلب ولایت کې د سوریې دوه جنګي الوتکې وویشتې او پر نظامي هوايي اډه‌یې حمله وکړه.

تېره اوونۍ د سوريې په نظامي عملیاتو کې د ترکیې ګڼ سرتېري وژل شوي وو.

د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو څارونکو په یوه راپور کې وویل چې انقرې او مسکو دواړو په سوریه کې د ملکیانو په وژلو سره داسې عمل کړی چې جنګي جنایت ګڼل کېدای شي.

وروستۍ جګړې د روسیې او ترکیې ترمنځ د مخامخ جګړې خطر زیات کړی دی. دوی تر دې ترینګلي وضعیت مخکې د سوريې په نهه کلنه جګړه کې پر مخالفتونو سربېره له یو بل سره د جګړې د محدودې ساتلو په برخه کې سره همکاري کوله.