چارواکي: خوست کې چاودنې ۳ کسان وژلي

په چاودنه کې د ټپي کس انځور

د خوست ولایت چارواکي وايي، په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د فوټبال په میدان کې په چاودنه کې درې ملکیان ووژل شول.

د خوست د والي ویاند طالب منګل ازادي راډیو ته وویل، د دوشنبې په ماښام په چاودنه کې ۷ کسان ټپیان شول.

د خوست ولایت د عامې روغتيا رئیس حبیب شاه انصاري ازادي راډیو ته تأیيد کړه چې درې ملکیان وژل شوي، خو د ټپیانو شمېر یې ۸ تنه یاد کړ.

د ښاغلي منګل په وینا، چاودېدونکي مواد پر یوه موټرسایکل ځای پر ځای شوي وو.

ده زیاته کړه، چاودنه په داسې حال کې وشوه چې خلک د فوټبال لوبې په لیدو بوخت وو.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون ماښام پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل: "دا چاودنه په دې ډلې پورې تړاو نه‌لري."

تر اوسه د دې پېښې مسئولیت چا نه‌دی منلی.

دا پېښه دوه ورځې وروسته له هغه شوې چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو اوونۍ پای ته رسېدلې.