چارواکي: طالبانو بادغیس کې د کمانډو ۱ سرتېری وژلی

ارشیف

د بادغیس ولایت چارواکي ادعا کوي چې د طالب جګړه‌مارانو په برید کې د کمانډو ځواکونو یو سرتېری وژل شوی او یو بل سرتېری ټپي شوی دی.

د بادغیس د والي ویاند نجم‌الدین برهاني له ازادي راډیو سره په ټیلیفوني خبرو کې وویل، طالبانو د دوشنبې په ورځ د دې ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو پر پوسته برید وکړ.

هغه وویل: "د طالبانو د برید په نتيجه کې زموږ له سرتېرو یو ووژل شو او بل ټپي شو، په بالامرغاب ولسوالۍ کې د طالبانو ځايي مشر خپلو کسانو ته امر کړی وو چې د امنیتي ځواکونو پر پوستو خپل بریدونو ته دوام ورکړي."

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسد الله خالد وايي، افغان ځواکونه په دفاعي وضعیت کې دي.

د ښاغلي خالد په وینا، که طالبان برید وکړي، افغان ځواکونه به ورته ځواب ورکړي.

د تاوتریخوالي کمولو بهیر د جمعې په ورځ پای ته ورسېد.