د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو پر تبادلې د بشر حقونو کمېسیون اندېښنه

کابل کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دفتر

د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې خبرو اندېښنې او پوښتنې راپورته کړي.

دغه کمېسیون د دوشنبې په ورځ طالبانو، افغان حکومت او امریکا ته په یوه لیک کې ویلي چې د پنځو زرو طالب زندانیانو نوملړ له دې کمېسیون سره نه‌دی شریک شوی.

اعلامیه زیاتوي چې ټول افغانان حق لري د سولې د بهیر په اړه معلومات ولري.

په اعلامیه کې یو شمېر پوښتنې مطرح شوي لکه طالب زندانیانو ښايي تر یو زیات جرمونه کړي وي او ډېری یې ملکیان په نښه کړي وي، نو قربانیانو ته به څه ډول عدالت ورکړل شي؟

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اعلامیه په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دوشنبې په ورځ پر خپله ټويټرپاڼه ولیکل چې تمه لري افغان حکومت د بین‌الافغاني مذاکراتو تر پیل مخکې د طالبانو پنځه زره بندیان راخوشې کړي.

افغان ولسمشر د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د بین‌الافغاني خبرو تر پیل مخکې باید د بندیانو راخوشې کېدل شرط نه‌وي.

دا چې د بندیانو په اړه د افغان حکومت دریځ تغيير کړی که نه؟ د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل ازادي راډیو ته داسې وویل: "په دې موقف کې تر اوسه تغيير نه‌دی راغلی، د بندیانو د خلاصون مسئله مهمه ده چې ورباندې د افغانانو په منځ کې خبرې وشي خو د هغه ترڅنګ مهمه ده چې له پاکستان سره د طالبانو د اړیکو په اړه وضاحتونه وشي، د نشه‌يي موادو په قاچاق او کرنه کې د طالبانو رول مشخص شي او طالبان هوکړه وکړي چې دایمي اوربند کوي، تر هغه وروسته به د بندیانو په اړه هم د افغانستان د اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ په خبرو کې بحث وشي."

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل.

د شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوي تړون کې راغلي چې امریکا ژمنه ده د اعتماد رامنځته کولو په هدف له ټولو اړوندو لورو سره په همغږۍ او تائيد د بندیانو د راخوشې کولو لپاره پر یوه پلان کار وکړي چې په نتيجه کې به‌یې د مارچ تر ۱۰مې د طالبانو پنځه زره او مقابل لوري زر بندیان راخوشې شي.

د هوکړې له مخې ټاکل شوې ده د مارچ په ۱۰مه نېټه د افغان حکومت او طالبانو تر منځ خبرې پیل شي.