په کرونا وایروس اخته دوهم امریکایي وګړی ومړ

U.S. -- The coronavirus, COVID-19

دوهم امریکایې وګړی چې په کرونا وایروس اخته و ومړ.

د امریکا متحده ایالاتو روغتیایې چارواکو داسي مهال دا راپور ورکړ چې د امریکا په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو د کرونا وایروس لومړۍ پېښې په خپلو هېوادونو کې تائید کړې.

دا امریکایي وګړی چې شاوخوا اویا کلن وو پرون ناوخته د واشنګټن سیاتل ښار ته نژدې د درملني په یوه مرکز کې مړ شو.

روغتیایې مسولین وایي د واشنګټن په شمال لویدیځه برخه کې لسګونه نور کسان چې ناروغان دې د یاد وایروس د اخته کېدو د احتمال له کبله تر آزموینې لاندې دي.

کویټ د مارچ پر ۲ /نن د دې وایروس لس نوې پېښې ثبت کړي چې په دې سره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دې هېواد کې په کرونا وایروس د اخته کسانو شمېر ۴۶ تنو ته ورسېد.

سکاتلند، دومینیکن جمهوریت، چک جمهوریت او د امریکا رود آیرلنډ او نیویارک ایالتونو کې تېره ورځ د کرونا د مثبتو پېښو راپور ورکړل شو.

په نیویارک کې کرونا نیولي کس په دې وروستیو کې ایران ته سفرکړی و.

په چک جمهوریت کې تېره ورځ چارواکو د کرونا د دریو مثبتو پېښو راپور ورکړ.

په ایټالیا کې تر یوولس سوه ډېر کسان په دې ناروغۍ اخته شوي او تر اوسه ۲۹ تنه مړه شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، تر اوسه دې وایروس څه باندې شپږ اتیا زره کسان نیولي دي او له امله یې نژدې درې زره کسان مړه شوي دي.